زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/10/03 - 04:41:1
زيارة: 209
مشاركة مع الـأصدقاء

امریکا به د ایران د اټومي پروګرام د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي
 امریکا به د ایران د اټومي پروګرام د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي

انصار: ( د تله ۱۲مه) ، د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ایران د اټومي پروګرام په اړوندو سیمو به د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي.

جو بایډن یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې ایران شاوخوا ۲۲۰ توغندي د اسراییل په لور وویشتل.

ولسمشر بایډن مخکې دا برید بې اغېزې بللی و، خو د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په ټینګار ویلي چې ایران به د دې حملې تاوان پرې کوي.

بایډن پرون مخکې تر دې چې د امریکا د جمهوري ریاست په الوتکه کې سکاټلنډ ته سفر وکړي او هلته د نړۍ د اوو سترو صنعي هېوادونو یا جي اووه په غونډه کې برخه واخلي د خبریالانو د دې سوالونو په ځواب کې چې که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیاستو برید وکړي، واشنګټن به یې ملاتړ وکړي؟ وویل: ځواب یې نه دی. موږ به له اسراییلیانو سره په دې موضوع خبرې وکړو چې دوی به څه کوي. د جي اووه ټول غړي موافق دي چې اسراییل دا حق لري چې ځواب ورکړي، خو دوی باید متناسب ځواب ورکړي.

رویټرز اژانس د یو شمېر کتونکو په وینا څرګندوي چې د اسراییل ځواب به د اپرېل د میاشتې به تناسب چې هغه وخت هم ایران د اسراییل په لور توغندي ویشتلي وو، دا ځل سخت وي او دا امکان هم شته چې دا ځل د ایران اټومي تاسیسات یا د تېلو تصفیه خانې په نښه کړي.

د امریکا ولسمشر وایي، پر ایران به بندیزونه زیات کړي او ټاکل شوې چې د اسراییل له صدراعظم سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کارت کمپبل وایي منځنی ختیځ د چاړې له څوکي سره مخ دی او د جګړې پراختیا به د اسراییل او متحد ایالتونو ګټې زیانمنې کړي.

کمپبل چې په واشنګتن کې د کارنیګي اینډونمنټ څېړنیز مرکز ته پرون انلاین خبرې کولې د امریکا دریځ یوځل بیا په ډاګه کړ او ویې ویل چې ایران یو ډېر غیرمسوولانه کار کړی چې یو ځواب باید ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا د اسراییل د ځینو اقداماتو د ملاتړ په برخه کې خپل دریځ روښانه کړی او په لبنان کې یې د اسراییل د عملیاتو پراختیا ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د اسراییل پوځ په خپلو شمالي پولو کې د لبنان له حزب الله ډلې سره په جګړه دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33733






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم